د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د بت خاک (ملالۍ) څلورلارې د بیارغونې او هندسي جوړښت د بدلولو په اړه اقدام وشو

8 میزان 1403

13129.jpg (1200 × 675)

په ښار کې د ګڼه ګوڼې د کمښت او د ترافیکي زیربناوو د پراختیا په موخه، د کابل ښاروالۍ له خوا د بت خاک (ملالۍ) څلورلارې د ښکلا او په تقاطع ( انټرسکشن) د دایروي جوړښت بدلولو په اړه اقدام وشو چې، د څراغونو او نورو ترافیکي نښو نصبول هم پکې شامل دي. بت خاک څلورلارې د کابل ښار په جنوب ختیځ زون کې موقعیت لري چې، په شاوخوا سړکونو کې یې د وسایطو تګ راتګ او ترافیکي ګڼه ګوڼه زیاته او اړتیا وه ترڅو یې په بڼه کې مثبت بدلون راشي. کابل ښاروالۍ دغه لړۍ مخکې د ښار په یو شمېر نورو څلورلارو کې هم پلې کړې ده چې، پایلو یې په ترافیکي بهیر کې د پام وړ بدلون رامنځته کړی دی. تر تخنیکي او فني مطالعاتو وروسته به د ښار په کچه یو شمېر نورې څلورلارې هم په پرمختللې او معیاري بڼو بدلې شي، او اړتیا ده ترڅو ښاریان له څلورلارو څخه د تېرېدو پر مهال ترافیکي قوانین او اصول مراعات کړي.  د همدې لړۍ پر دوام، تر حلقوي سړک پورې د سړک جوړول او د بت خاک ( ملالۍ) څلورلارې په جوړښت کې د بدلون رامنځته کولو په موخه، دبنسټیزو برخو د جوړولو چارې روانې دي او هڅه کېږي چې ډېر ژر قیرکولو ته چمتو شي. دغه سړک چې، (۱۳۲۵) متره اوږدوالی او (۴۵) متره سور لري، د لښتیو، پلولارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او دیوه معیاري سړک نور جزیات هم پکې شامل دي.  د یادولو وړ ده چې، د سړک په بشپړېدو او د یادې څلورلارې په بیارغولو سره به د احمدشاه بابا مېنې، لته بند، ګزک سیمې او بت خاک اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته شي