د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د افغانستان د بیارغونې بنسټ له رئیس او غړو سره وکتل

9 میزان 1403

13138.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د ښاري ستونزو د حل په برخه کې د ښاریانو د نظرونو د اورېدو په موخه، د افغانستان د بیارغونې بنسټ له رئیس دُرمحمد آشنا او غړو سره وکتل او په یو شمېر موضوعاتو یې بحث او خبرې وکړې. کابل ښاروال د دې ادارې د پلانونو دپلي کېدو په برخه کې د ښاریانو نظرونه او وړاندیزونه ګټور وبلل او ویې ویل: اړتیا ده چې، ښاریان د ښاري مدیریت په برخه کې خپل ګټور او پر ځای نظرونه او وړاندیزونه د یادې ادارې له مشرتابه سره شریک کړي. ورپسې د ياد بنسټ رئیس د کابل ښار راتلونکی د مثبتې ارزونې تر څنګ، د عصري او پرمختللو ښاري ارزښتونو پر بنسټ د دغه ښار د متوازنې پراختیا او ودې په برخه کې د کابل ښاروالۍ پر کار او فعالیت خوښي وښوده او د کثافاتو د مدیریت په برخه کې یې د پانګونې ژمنه وکړه.