الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د لغمان ټاور لاندنی پوړ د وسایطو د پارکینګ لپاره ځانګړی شو

9 میزان 1403

13140.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د غوښتنې پر بنسټ د دولسمې ناحیې اړوند د لغمان ټاور لاندنی پوړ د وسایطو د تنظم او پارکینګ لپاره ځانګړی شو. د دولسمې ناحیې مسئولانو د لغمان ټاور د مالک له دې نیک اقدام او احساس څخه مننه وکړه او د سوداګریزو او استوګنیزو ودانیو له مالکانو څخه یې غوښتنه وکړه چې، د خپلو ودانیو لاندنی پوړ د وسایطو د تنظیم او پارکینګ لپاره ځانګړی کړي. دا چې ښاریانو ته معلومه ده، په لوړ پوړیزو او سوداګریزو ودانیو کې د پارکینګ نشتون هغه ښاریان چې، په دې ودانیو کې استوګن دي اړ کړي دي ترڅو خپل موټر د واټونو او سړکونو تر غاړو او یا په زرغونو سیمو کې ودروي چې د دوی دا کار د ښاري بې نظمۍ او ګڼه ګوڼې رامنځته کېدو لامل ګرځېدلی دی. کابل ښاروالي د ښاري نظم د رامنځته کېدو په موخه، یو ځل بیا د سوداګریزو او استوګنیزو ودانیو مالکانو ته خبر ورکوي ترڅو هرڅه ژر د خپلو ودانیو لاندنی پوړ د وسایطو د پارکینګ لپاره ځانګړی کړي