د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 66.56 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 1.120 افغانی
1 کلدار 237.50 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ او د افغانستان د چرګانو د فارم لرونکو د سرتاسري اتحادیې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

10 میزان 1403

13142.jpg (1820 × 1024)

د شپاړلسمې ناحیې اړوند د بګرامیو منډوي د اقتصادي ودې او د هېواد له داخلي تولیداتو څخه د ملاتړ په موخه، د کابل ښاروالۍ او د افغانستان د چرګانو فارم لرونکو اتحادیې ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.  یاد هوکړه لیک چې، د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو د مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني او د یادې اتحادیې د رئیس مولوي رسول خان همدرد ترمنځ لاسلیک شو؛ ښاغلي سجستاني د ښار د اقتصادي ودې او ښاري نظم رامنځته کولو په برخه کې د خصوصي سکتور او کابل ښار د اوسیدونکو له مرستو مننه وکړه او ویې ویل: کابل ښاروالۍ د افغانستان د چرګانو د فارم لرونکو له فعالیت څخه ملاتړ کوي او  دوی ته به د بګرامیو د منډوي په سیمه کې اړینې آسانتیاوې رامنځته کړي. نوموړي زیاته کړه: کابل ښاروالۍ د خصوصي سکټور او د پانګه اچونې د ودې لپاره ګټور پلانونه تر لاس لاندې لري او دغه اداره چمتو ده ترڅو دوی ته غوره کاري فرصتونه برابر کړي. دغه راز کابل ښاروالۍ ژمنتیا لري چې، د بګرامیو په منډوي کې د خصوصي سکټور په مرسته مثبت بدلونونه رامنځته کړي. د ښاري خدمتونو مرستیال د افغانستان د چرګانو فارم لرونکو اتحادیې له غړو وغوښتل چې، د خپل فعالیت په سیمه کې ښاري اصول او مقررات په پام کې ونیسي ترڅو د یادې منډوي نظم وساتل شي. نوموړي ژمنه وکړه چې، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په موخه به دا منډوي په یو غوره سوداګریز مرکز بدل شي. ورته مهال د افغانستان د چرګانو فارم لرونکو اتحادیې رئیس د بازارونو د تنظیم او ودې په برخه کې د کابل ښاروالۍ کړنې وستایلې او ویې ویل: یاده اتحادیه ژمنتیا لري چې، د همکاریو د هوکړه لیک له مخې په یاده سیمه کې منظم فعالیت وکړي او ټول ښاري اصول او مقررات په پام کې ونیسي. د یادونې وړ ده چې، له دې وړاندې د بګرامیو په منډوي کې علافانو، سبزي او میوه پلورونکو فعالیت درلود او اوس مهال به د اقتصادي ودې په موخه د اړتیا مطابق دوکانونه د شهري پلانونو د عملي کېدو تر وخته پورې په مؤقت ډول د افغانستان د چرګانو فارم لرونکو ټولنې ته ځانګړې شي