الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په بېلابېلو ناحیو کې د بندو لښتیو او کانالونو پاکولو چارې روانې دي

13150.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له خوا د سطحي اوبو د مدیریت او د سړکونو د ویجاړېدو د مخنیوي په موخه، په بېلابېلو ناحیو کې د بندو لښتیو او کانالونو د پاکولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست د کانالونو د آمر انجنیر احمد نوید شېرزاد په وینا؛  اوس مهال د یاد ریاست کارکوونکي له ماشینرۍ څخه په ګټه اخیستلو هڅه کوي ترڅو په زیانمنونکو سیمو کې بند لښتي او کانالونه له کثافاتو، خاورو او خټو پاک کړي. نوموړي زیاته کړه چې، د ښار په کچه د لښتیو او کانالونو د بندېدو اصلي لامل له یوې خوا د بارانونو د اورېدو له امله د خاورو او خټو لېږد او له بلې خوا د یو شمېر بې پروا ښاریانو له لوري د کثافاتو اچول دي چې، د دوی دې کار د نارنجي اغوستونکو په وړاندې ستونزې رامنځته کړې دي