الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کارته نو سړک د فرعي لیکو د جوړولو چارې پیل شوې

11 میزان 1403

13152.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري د استملاکي ملکیتونو او نورو خنډونو تر پاکولو وروسته، دکارته نو له درېیم سړک څخه د کارته نو تر تپې  پورې د فرعي لیکو د جوړولو چارې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ؛ دغه فرعي سړکونه (۱۱۰۰) او (۱۵۰۰) متره اوږدوالی، (۹.۷) او (۱۱.۶) متره سور لري چې، د پلو لارو، لښتیو او د سړک یوې خواته د استنادي دېوال او ګلدانونو په ګډون به د روان کال په بهیر کې جوړ او ورسره جوخت به ترافیکي ګڼه ګوڼه کمه او  د سیمې اوسېدونکو ته به د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته شي