د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68.8 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د مهمو ښاري مسایلو په اړه د کابل ښاروالۍ د اداري شورا غونډه ترسره شوه

12 میزان 1403

13171.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په مشرۍ د یادې ادارې د مرستیالانو، د مرکزي ریاستونو او ناحیو د رئیسانو په ګډون د اداري شورا غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د صفایي کتابچې د وېشلو، د نانوایانو د فعالیتونو د تنظیم، په مکروریانو کې له ښاري سیمو څخه د غوره ګټې اخیستنې، په غیر رسمي وختونو کې د مسلکي کارکوونکو د اعاشې او د یو لړ نورو مهمو ښاري مسایلو په اړه خبرې وشوې او لازم تصمیمونه ونیول شول.  دغه راز  کابل ښاروال اړوندو مسئولینو ته سپارښتنه وکړه چې، د صفایي کتابچې د وېشلو بهیر دې د قانون له مخې د ناحیو د املاکو دفتر او برښنايي سیسټم له لارې ترسره شي، د نانوایانو فعالیتونه دې د اصولو په رڼا کې تنظیم شي او په همدې توګه په غیر رسمي وختونو کې د مسلکي کارکوونکو د اعاشې په اړه دې د قانون له مخې اقدام وشي. کابل ښاروال مسئولینو ته په ټینګار سره وویل چې، ټولو ښاري مسایلو ته دې په جدي توګه پام وکړي، قانون دې په ټولو باندې یو شان پلی شي او له ښاري سرغړونو څخه دې په کلکه مخنیوی وکړي. نوموړي ډاډ څرګند کړ چې، د نویو پلانونو او برنامو په پلي کولو سره به د ښاريانو اساسي ستونزې هوارې شي او اړتیا ده چې، ښاریان هم د ښاري خدمتونو د محصول په ورکولو کې چې، د دې لویې خدماتي ادارې د پروژو د تمویل اصلي سرچینه بلل کیږي، له کابل ښاروالۍ سره هر اړخیزه مرسته وکړي