د ځمکې د سطحي اوبو د مدیریت په موخه، د پنځمې ناحیې اړوند د قرغې فامیلیو په سیمه کې د ۴۹۰ مترو په اوږدوالي، ۱.۹ مترو په سور او د ۱.۶مترو په ژوروالي سره د یوه کانال د جوړولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ د دې کانال د جوړولو چارې به تر راتلونکو ۳ میاشتو پورې په بنسټیزه توګه بشپړې او ورسره جوخت به د ذاکرین ښارګوټي او د قرغې سړک ترمنځ د نوي سړک او ورڅېرمه سیمو د ځمکې سطحي اوبه مدیریت شي. دغه راز د یاد کانال په جوړېدو سره به سړکونو ته د اوبو له راختلو او د سړکونو له ژر ویجاړېدو څخه مخنیوی هم وشي
د قرغې فامیلیو په سیمه کې د یوه کانال د جوړولو چارې روانې دي
15 میزان 1403