الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د دوه ویشتمې ناحیې له بازارونو څخه ۲۰۴۳ کیلو ګرامه بې کیفیته توکي راټول شول

13195.jpg (1820 × 1024)

د ښاریانو د روغتیا خوندیتوب په موخه، د دوه ویشتمې ناحیې د مسئولینو له لوري د یادې ناحیې له بازارونو څخه د څارنو په لړ کې (۲۰۴۳) کیلو ګرامه بې کیفیته توکي چې، د مصرف نېټه یې هم پای ته رسېدلې وه، راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکلي ځای ته ولېږدول شول. د یادې ناحیې سرپرست مولوي محمود په دې اړه وویل: په دغو توکو کې شیدې، ملايي، مربا، عسل، مکروني، بیسکویټ، پاپړ، د څښاک غیر الکولي او روغتیايي مواد شامل دي. نوموړي له ټولو پلورونکو څخه غوښتنه وکړه چې، د بې کیفیته او تېر وخته توکو له پلورلو څخه دې په کلکه ډډه وکړي؛ له دې پرته به له قانوني چلند سره مخ شي