د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په کابل منډوي کې د سړکونو جوړولو چارې روانې دي

16 میزان 1403

13199.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري د (۱۳۳۰) مترو په اوږدوالي او له (۱۰) څخه تر (۱۴) مترو پورې په سور سره، د لومړۍ ناحیې اړوند د کابل د منډوي سړکونو د جوړولو چارې روانې دي. دغه سړکونه د معمارۍ د پخواني سبک له مخې له تیږو څخه جوړېږي چې، ورسره جوخت به د یادې سیمې هټیوالو او ښاریانو ته آسانتیاوې رامنځته شي. دغه پروژه چې، د لښتیو او پلولارو جوړول هم پکې شامل دي د نږدې (۱۰) میاشتو په موده کې به بشپړه شي. د منډوي سړکونو له پُل باغ عمومي څخه پیل کیږي او د پُل خشتي، میوند واټ، د چنداول مخامخ، باغبان کوچه او د شاه دو شمشېره پله په لور غځیږي. د یادولو وړ ده چې، د کار د چټکتیا او ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه به د دې پروژې چارې په دوه کاري شفتونو (شپه او ورځ) کې ترسره شي