الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د لسمې ناحیې د بازارونو نظم وڅارل شو

17 میزان 1403

13203.jpg (1820 × 1024)

د بشپړ ښاري نظم د رامنځته کېدو په موخه، د لسمې ناحیې د مسئولینو له لوري د ښاري اصولو او مقرراتو له اړخه د یادې ناحیې ښاري نظم وڅارل شو او ښاري سرغړونو او بې نظمیو ته رسېدنه وشوه. د لسمې ناحیې رئیس مولوي نورالوهاب نوري وویل: د فعالیت د جواز شتون، د نرخنامې مطابق د توکو پلورل، د حفظ الصحې له اړخه د رستورانتونو، نانوایانو او قصابیو د فعالیت څرنګوالی د دې څارنو برخه وه چې، سرغړونکو ته اړینې سپارښتنې وشوې.  نوموړي زیاته کړه چې، له دې وروسته د یادې ناحیې د بازارونو نظم په دوامداره توګه څارل کیږي او سرغړونکي به له قانوني چلند سره مخ شي