د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68.5 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ د فعالیتونو په اړه مستند فلم د "دیدنو/ نوی لید" په نامه د لنډو فلمونو په درېیم فیستیوال کې لومړی مقام خپل کړ

17 میزان 1403

13205.jpg (1820 × 1024)

د لنډو او مستند فلمونو په درېیم فیستیوال چې د (دیدنو/ نوی لید) تر نامه لاندې په کابل پوهنتون کې جوړ شوی وو؛ د کابل ښاروالۍ د کړنو او فعالیتونو په اړه د یادې ادارې د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست له لوري جوړ شوی مستند فلم  نندارې ته وړاندې شو او د امارتي ادارو د مستندو فلمونو په منځ کې یې لومړی مقام خپل کړ. د افغان فلم او ملي تیاتر رئیس مولوي فیض الله جوهري په داسې حال کې چې یو شمېر فلم جوړونکو، د فرهنګي بنسټونو او امارتي ادارو مسئولینو هم شتون درلود، په دې اړه وویل: له دې فیستیوال څخه موخه د ادارو د کارونو او فعالیتونو انعکاس، د اسلامي او افغاني کلتور په دودولو کې د فلمي صنعت له رول او له دقیقې اطلاع رسونې څخه ملاتړ دی. نوموړي زیاته کړه چې، د کابل ښاروالۍ د فعالیتونو او کړنو د مستند منځپانګه چې، د کابل ښار د پرمختګ او پراختیا ښکارندويي کوي؛ خلک روښانه راتلونکې ته هیله من کوي او د ټولو هېوادولو د خوښي وړ ګرځېدلی دی. د یادونې وړ ده چې، د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست مسئولین هڅه کوي چې، د غوره مینځپانګې په درلودلو سره په راتلونکې کې هم د کابل ښاروالۍ له فعالیتونو څخه لا ډېر خبري کلپونه، فیچري او تحليلي راپورونه او د عامه پوهاوي اړوند پیغامونه چمتو او نندارې ته وړاندې کړي