د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د لسمې ناحیې له بازارونو څخه ۹۰۰ کیلو ګرامه بې کیفیته توکي راټول شول

13213.jpg (1820 × 1024)

د ښاریانو د روغتیا خوندیتوب په موخه، د لسمې ناحیې د مسئولینو له لوري له بازارونو څخه د څارنې په لړ کې، (۹۰۰) کیلو ګرامه بې کیفیته توکي چې د مصرف نېټه یې هم پای رسېدلې وه، او دغه راز (۶۸) لوډسپیکرونه چې، د غږیزې ککړتیا لامل ګرځېدلي وو راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکلي ځای ته ولېږدول شول. د لسمې ناحیې د چاپېریال ساتنې مدیر عبدالله په دې اړه وویل: په راټولو شویو توکو کې شیدې، ملايي، چاکلیت، بیسکویت، کېک، عسل، پاپړ، ژاولې، د څښاک غیر الکولي، د مینځلو او غیر خوراکي مواد شامل دي. دغه راز نوموړي له ټولو پلورونکو څخه غوښتنه وکړه چې د بې کیفیته او تېر وخته توکو له پلورلو او د غږیزې ککړتیا له رامنځته کولو څخه دې په کلکه ډډه وکړي؛ له دې پرته به له قانوني چلند سره مخ شي