د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ودانیز جواز ورکولو او تحلیل ریاست لپاره نوی رئیس وټاکل شو

19 میزان 1403

13233.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ په وړاندیز او د ریاست الوزرا محترم مقام په منظورۍ، د ځمکو د تنظیم او بیا پراختیا مخکنی رئیس انجنیر محمد بشیر اماني تبدیلا د د ودانیز جواز ورکولو او تحلیل ریاست د نوي رئیس په توګه وټاکل شو او د کابل ښاروالۍ د پلان جوړونې او ښاري پراختیا د مرستیال دکتور صدرالدین تاجک او د کابل ښاروالۍ مقام د دفتر د رئیس حافظ عبدالقدیر حقاني له لوري د یاد ریاست کارکوونکو ته ور وپېژندل شو. په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د پلان جوړونې او ښاري پراختیا مرستیال وویل: د کابل ښاروالۍ مشرتابه پلاوي د چارو د چټک او پر وخت ترسره کېدو په موخه ښاغلی اماني چې د کاري تجربې او لوړو زدکړو درلودونکی دی د چارو د لاښه ترسراوي په موخه په دې بست وګماره. په همدې توګه د کابل ښاروالۍ مقام د دفتر رئیس د چارو د وضعیت ښه کېدو په برخه کې د کابل ښاروالۍ د مشرتابه لارښوونې بیان کړې او ویې ویل: انجنیر محمد بشیر اماني یو ژمن او تجربه لرونکی شخص دی چې، ښاریانو ته د ودانیزو جوازونو د وېشلو، د وضعیت د ښه کېدو او د ښاریانو د رضایت کچې لوړولو په برخه کې به ګټورې کړنې ترسره کړي