الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د خیرخانې کوتل سړک د لومړۍ برخې د روښنایۍ څراغونو د پایو نصبولو چارې پیل شوې

22 میزان 1403

13252.jpg (1820 × 1024)

د اوولسمې ناحیې اړوند د خیرخانې کوتل سړک د لومړۍ برخې د روښنایۍ څراغونو د ۲۴۰ پایو نصبولو چارې پیل شوې او تر راتلونکو دوه اونیو پورې به دا سړک په څراغونو روښانه شي. د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم ریاست د زیربنايي پروژو د څارنې آمر انجنیر محمد حامد سادات وویل:  د دې سړک چارې چې د ۳۷۱۰ مترو په اوږدوالي او د ۲۷ مترو په سور سره تېر تېر کال پیل شوې وې؛ اوس یې یوازې د روښنایۍ څراغونو نصبولو او روښانه کولو چارې پاتې دي. د خیرخانې کوتل سړک د لومړۍ برخې پروژه د پلو لارو جوړول، کرښې اچول، استنادي دېوالونه، د کټارو او ترفیکي نښو نصبول او د زرغونو سیمو جوړول په بر کې نیسي چې، په معیاري توګه پلې شوې ده. د دې سړک د چارو په بشپړېدو سره د کابل- شمال د څوارلسو ولایتونو مسافرینو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته او د سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي