د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ داغمه او غیر ضروري توکي لیلام شول

23 میزان 1403

13262.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د یو شمېر غیر ضروري او داغمه توکو د داوطلبۍ بهیر، د ګمارل شوي پلاوي په وړاندې په شفافه فضا کې ترسره شو. د کابل ښاروالۍ د مالي او اداري چارو رئیس مولوي عبدالله نیازي په دې اړه وویل: (۵۱۶) قلمه داغمه او غیر ضروري توکي چې، په هغو کې د موټرو بطرۍ او پرزې، بخارۍ، کمپیوټر، پرنټر، څوکۍ، میزونه، د جامو مینځلو ماشین او  نور له کاره لوېدلي توکي شامل ؤ، د داوطلبۍ له لارې، په ټولیزه توګه د (۴۳۶۶۰۰۰) افغانیو په ارزښت وپلورل شول.په دې داوطلبۍ کې (۹۸) تنو متشبثینو ګډون کړی ؤ چې، له ډلې یې سید اعظم د لوړ او مناسب قیمت په وړاندې کولو سره د داوطلبۍ  ګټونکی وپیژندل شو