د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 65.70 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 1.030 افغانی
1 کلدار 235.50 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

پروان هوټل په سیمه کې د سوداګریزې او استوګنيزې ګډې ودانۍ د جوړولو چارې پیل شوې

24 میزان 1403

13276.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له خوا او د خصوصي سکټور په مرسته، د یوولسمې ناحیې اړوند د پروان هوټل په سیمه کې د یوې سوداګریزې او استوګنېزې ودانۍ د جوړولو چارې پیل شوې. دغه ودانۍ به په (۳۵۰۰) متر مربع ځمکه کې د دوه پوړه تهکوۍ په ګډون په لسو پوړونو کې په بنسټيزه توګه د کابل ښاروالۍ د نقشې مطابق د دوه کارې کلونو په موده کې جوړه شي. د یاد مارکېټ دوه لاندي پوړونه پارکېنګ، لومړني درې پوړونه یې هټیو، رستورانت او سوداګریزو دفترونو او پاتې نورې یې استوګنیزو آپارتمانونو ته ځانګړي شوي دي. دغه راز په دې مارکېټ کې د لمریزې او ښاري برښنا، د خوندیتوب او اور وژنې سیستمونه، جومات، د سپورت ځای او د وتلو او ننوتلو دروازو آسانتیاوې هم په پام کې نیول شوې دي