د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د لومړۍ ناحیې په بېلابېلو سیمو کې تنظیفي حشر ترسره شو

13280.jpg (1820 × 1024)

د لومړۍ ناحیې د مسئولانو او د یادې ناحیې د یو شمېر اوسېدونکو، ګذر وکیلانو او ځوانانو شورا استازو په ګډون د یادې ناحیې په بېلابېلو سیمو کې تنظیفي حشر ترسره شو چې، په پایله کې تیت شوي کثافات راټول او ولېږدول شول. د لومړۍ ناحیې رئیس مولوي محمد عالم عاصم د حشر له ګډونوالو مننه وکړه او ویې ویل: د ښار پاکوالۍ او نظافت یوازې د کابل ښاروالۍ مسئولیت نه دی بلکې، دا کار په ټولو ښاریانو پورې اړه لري. ورته مهال د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین د یادې ناحیې په پاکۍ او نظم کې د ځوانانو رول مهم وباله او ویې ویل: د ښاریانو له همکارۍ پرته سخته ده چې، له کثافاتو پاک ښار ولرو او اړتیا ده چې، ټول د خپلو سیمو پاکۍ ته پام وکړو او د کابل ښاروالۍ له مسئولانو سره د همکارۍ روحیه لا پیاوړې کړو. په همدې توګه د لومړۍ ناحیې د ځوانانو شوار رئیس قاري محمد فهیم رباني د کابل ښاروالۍ له مسئولانو سره د همکارۍ ژمنه وکړه او ویې ویل چې، له کابل ښاروالۍ سره به د ښار د پاکوالي او د نورو پروژو د پلي کولو په برخه کې همکاري کوي؛ ځکه دا د دوی ملي او دیني دنده بلل کیږي او هېڅ وخت به یې هېره نه کړي