د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 65.70 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 1.030 افغانی
1 کلدار 235.50 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پنجصد فامیلیو په سیمه کې د ښاري بیا پراختیا پروژې د دویمې برخې چارې روانې دي

26 میزان 1403

13282.jpg (1820 × 1024)

 د ښار د پراختیا او د کور جوړولو په موخه، د پنځلسمې ناحیې اړوندد پنجصد فامیلیو په سیمه کې د ښاري بیا پراختیا پروژې د دویمې برخې چارې د کابل ښاروالۍ له لوري روانې دي. په دې سیمه کې یو دولس پوړیز بلاک د یوې تهکوۍ په ګډون په ۴۸۴ متر مربع ځمکه کې د جوړېدو په حال کې دی چې، دوه پوړونه یې سوداګریز،  همدا رنګه په ۷۵۰ متر مربع ځمکه کې یو اته پوړیز بلاک چې، دوه پوړونه یې سوداګریز او شپږ نور یې استوګنیز دي او ۸۲ آپارتمانونه، هټۍ او لوی پلورنځي پکې شامل دي د جوړېدو په حال کې دی. دغه راز په یاده سیمه کې یو بل اته پوړیز بلاک په (۷۵۰) متر مربع ځمکه کې هم د جوړېدو په حال کې دی چې، دوه پوړونه یې سوداګریز او شپږ نور یې استوګنیز دي او په ټولیزه توګه (۸۲) آپارتمانونه، هټۍ او لوی پلورنځي پکې شامل دي. په یاده پروژه کې زرغونې سیمې، پلې لارې، د وسایطو پارکینګ، د برښنا بُرج، غیر متمرکزه د فاضلاب تصفیه خونه، د مرکز ګرمۍ سیستم او نورې اساسي اړتیاوې هم په پام کې نیول شوې دي. کابل ښاروالي پلان لري ترڅو د پروژو په پلي کولو کې د ځمکو د استملاک پر ځای د پرمختللې نوې کړنلارې (د ځمکو بیا تنظیم او پراختیا) څخه د کابل ښار د  پراختیا په برخه کې کار واخلي. د یادونې وړ ده چې، مخکې په یاده سیمه کې د ځمکو د بیا پراختیا لومړۍ پروژه پلې شوې ده چې، دوه شپږ پوړیز استوګنیز بلاکونه پکې شامل دي او په نږدې راتلونکې کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي