د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68.5 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د فروشګاه په سیمه کې د یوه سوداګریز مارکیټ د جوړولو چارې روانې دي

26 میزان 1403

13288.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري د خصوصي سکتور د مشارکت کړنلارې له مخې د دویمې ناحیې اړوند د فروشګاه په سیمه کې د یوه سوداګریز مارکیټ د جوړولو چارې په معیاري او اساسي توګه روانې دي. ټاکل شوې ده یاد مارکېټ د اقتصادي ودې په موخه، په ۱۶۴۳ متر مربع ځمکه کې د دوو تهکویو په لرلو سره په ۹ پوړونو کې د کابل ښاروالۍ له نقشې سره سم تر دوه راتلونکو میاشتو پورې جوړ شي. د یاد مارکېټ دوه لاندني پوړونه د وسایطو د پارکېنګ لپاره ځانګړي شوي دي او په پورتنیو پوړونو کې یې ۸۰۰هټۍ جوړېږي چې، د لمریزې او ښاري برښنا سربېره پکې د خوندیتوب مسایل، د اور وژني سیستم، جومات، د سپورټ او نندارتون لپاره ځانګړي ځایونه او د وتلو او ننوتلو دروازې هم په پام کې نیول شوې دي