د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 65.70 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 1.030 افغانی
1 کلدار 235.50 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د متروبس لیکو د جوړولو په اړه لومړنۍ ناسته ترسره شوه

28 میزان 1403

13303.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښار د ترانسپورتي وضعیت د ښه والي په موخه، د کابل ښاروالۍ، ترانسپورت وزارت، د کورنیو چارو وزارت د ترافیکو ریاست او د چکسلواکیا هېواد د یوه شرکت د استازو ترمنځ په کابل ښار کې د متروبس لیکو د جوړولو په اړه لومړنۍ ناسته ترسره شوه. په دې ناسته کې د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني وويل: کابل ښاروالۍ ژمنه ده چې په ځينو اساسي سړکونو کې د متروبس لیکې جوړې کړي او په همدې موخه د متروبس د بنسټيزو تاسيساتو په برخه کې هم کارونه شوي او په راتلونکي کې به پراختيا ومومي. دغه راز د کابل ښاروالۍ د پلان جوړونې او ښاري پراختیا د مرستیال دکتور صدرالدین تاجک خبرې وکړې او ویې ویل: د ترانسپورتي او ترافیکي زیربناوو د پراختیا په موخه اوس مهال په کابل ښار کې د سړک جوړونې د لسګونو پروژو چارې روانې دي چې، ځینې سړکونه د متروبس لیکو د جوړېدو وړتیا لري. نوموړي زیاته کړه چې، په ښار کې د ترافیکي او ترانسپورتي ستونزو دهوارۍ په موخه،  د کابل ښاروالۍ تخنیکي او فني ټیمونو د متروبس لیکو د جوړولو په اړه له اړوند ادارو سره لومړنۍ څېړنې پیل کړې دي. همدا رنګه د غونډې ګډونوالو په خپل وار د متروبس لیکو د جوړولو په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل او په یو شمېر سړکونو کې به د یادو لیکو د جوړولو په اړه تر تخنیکي او فني ارزونې وروسته، لازم تصمیمونه ونیول شي. په دې ناسته کې په ډاګه شوه  چې، اوس مهال د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو ریاست له لوري یو شمېر سړکونه د ترافیکي حجم په پام کې نیولو سره له ملي او نړیوالو معیارونو سره برابر ډیزاین شوي دي چې، د متروبس ( ښاري ترانسپورت) وړتیا هم لري. په پای کې ګډونوالو د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو ریاست د انجنیرانو وړتیا وستایله او ژمنه یې وکړه چې، د ښاري پلانونو په پلي کېدو کې به په دوامداره توګه مرسته وکړي