د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل سیند د پاسه د موټرو د تګ راتګ لپاره د یوه لوی پله د جوړولو چارې روانې دي

29 میزان 1403

13315.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د (۶۰) مترو په اوږدوالي او (۱۸.۴) مترو په سور سره، د قلعه شانان سړک په اوږدو کې د کابل سیند د پاسه د موټرو د تګ راتګ لپاره د یوه لوی پله د جوړولو چارې روانې دي. دا پُل چې د (۹۰) میخي پایو په وسیله به منتاژ او نصب شي، اوس مهال یې بنسټیز کارونه روان دي چې وروسته به د پله فرش نصب او په وروستي پړاو کې به یې کانکرېټ او  قیر چارې ترسره شي. ورته مهال له قلعه زمان خان څخه د کابل- جلال آباد سړک په اوږدو کې د حربي پوهنتون تر مخې پورې د سړک جوړولو چارې هم په چټکۍ سره روانې دي چې، د دې سړک او پله په جوړېدو سره به له یوې خوا د دولسمې او نولسمې ناحیې اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته او بل خوا به د کابل- جلال آباد سړک، مکروریانو څلورلارې او د ور څېرمه سړکونو په ترافیکي بهیر کې د پام وړ کمښت رامنځته شي