الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له هنګرها څلورلارې څخه تر قصبې سړک پورې د نوي سړک د پلو لارو جوړولو چارې پیل شوې

30 میزان 1403

13317.jpg (1820 × 1024)

ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، له هنګرها څلورلارې څخه تر قصبې سړک پورې د نوي سړک  دواړو خواوو ته د (۳۷۸۰) مترو په اوږدوالي او (۴) مترو په سور د انترلاک تېږو په کارولو سره د پلو لارو د جوړولو چارې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د مسئولینو په وینا؛ له هنګرها څلورلارې څخه تر قصبې سړک پورې د سړک جوړولو پروژه چې د روان کال په بهیر کې د (۱۸۹۰) مترو په اوږدوالي او (۴۵) مترو په سور سره پیل شوې وه، تر اوسه (۷۵) سلنه مخته تللې او ټاکل شوې ده د ژمي تر را رسېدو وړاندې بشپړه شي. د یادونې وړ ده چې، د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د یاد سړک په اوږدو کې د وزیر آباد کانال د پاسه د (۱۲.۸) مترو په اوږدوالي او (۱۲.۸) مترو په سور سره د موټرو د تګ راتګ لپاره د دوو پلونو د جوړولو چارې هم په چټکۍ او ښه کیفیت روانې دي