د ځمکې د سطحي اوبو د مدیریت په موخه، د پنځمې ناحیې اړوند د قرغې فامیلیو په سیمه کې د یوه کانال د جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له لوري پیل شوې وې، (۴۰) سلنه مخته تللې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه کانال چې (۴۹۰) متره اوږدوالی، (۱.۹) متره سور او (۱.۶) متره ژوروالی لري ټاکل شوې ده تر راتلونکو دوه نیمو میاشتو پورې په بنسټیزه بشپړ او ورسره جوخت به د ذاکرین ښارګوټي او د قرغې سړک ترمنځ د نوي سړک او ورڅېرمه سیمو سطحي اوبه په ښه توګه مدیریت شي
د قرغې فامیلیو په سیمه کې د کانال جوړولو چارې ۴۰ سلنه مخته تللې دي
30 میزان 1403