د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 67.80 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 242 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ مشرتابه د سړک جوړونې له پروژو لیدنه وکړه

1 عقرب 1403

13337.jpg (1820 × 1024)

 د چارو د چـکتیا او د کیفیت د تضمین په موخه، د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني په داسې حال کې چې،یو شمېر فني او تخنیکي کارمندانو یې ملتیا کوله، د پله په ګډون له هنګرها څلورلارې څخه تر قصبې پورې سړک، له دهمزنګ تر کوټه سنګي ( میرویس میدان)، له ده دانا څخه تر چهلستون او د ګلباغ سړک جوړولو له پروژو څخه لیدنه وکړه. د ښاري خدمتونو مرستیال ټینګار وکړ چې، د سړک جوړولو دغه پروژې دې په ښه کیفیت او معیاري توګه پلې شي او د ملي شتمنۍ له بې ځایه لګښت او د فرصتونو له لاسه ورکولو څخه دې په کلکه ډډه وشي. نوموړي وړاندې وویل: د سړک جوړولو پروژې به په پوره رښتینولۍ، ایماندارۍ او له غفلت پرته ترسره شي؛ او د ټولګټو او زیربنايي پروژو په پلي کولو کې هر ډول سرغړونې د کابل ښاروالۍ مشرتابه ته د منلو وړ نه دي. ښاغلي سجستاني زیاته کړه چې، قراردادي شرکتونه مکلف دي ترڅو د سړک جوړولو چارې د ډیزاین له مخې په ښه کیفیت او معیاري توګه په ټاکلي وخت ترسره کړي. یاد سړکونه ترانسپورتي زیربناوو او د ښار اقتصادي ودې ته د ښاریانو د لاس رسي په برخه کې له خورا ارزښت څخه برخمن دي چې، په بشپړېدو سره به یې له یوې خوا ښاریانو ته آسانتیاوې رامنځته او بل خوا به په ترافیکي ګڼه ګوڼه کې د پام وړ کمښت راشي