د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل په منډوي کې د وچې میوې د هټیو له حفظ الصحې څخه څارنه وشوه

13349.jpg (1820 × 1024)

 

د کابل ښاروالۍ د چاپېریال ساتنې او چاپېریالي روغتیا ریاست له لوري د کابل ښار په منډوي کې د وچې میوې د هټیو د حفظ الصحې له څرنګوالي څخه څارنه وشوه. د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست د خوړو توکو د کنترول آمر رحیم الله الکوزي په دې اړه وویل: تر دې مخکې د کابل منډوي د وچې میوې پلورونکو ته پوهاوی ورکړل شوی ؤ ترڅو خپل فردي نظافت او د چاپېریال پاکوالي ته پام وکړي او له ککړتیا څخه د وچې مېوي د خوندي ساتلو په موخه دې د هټیو مخې ته ښیښه يي خونې جوړې کړي چې اوس مهال د یو شمیر هټیوالو فعالیتونه د کابل ښاروالۍ د مقرراتو  مطابق اصلاح شوي دي.  د نوموړي په وینا؛ هغه هټیوال چې، خپل فعالیتونه یې له ښاري اصولو او سپارښتنو سره برابر کړي ؤ لا وهڅول شول او سرغړونکو ته اړینې سپارښتنې وشوې. له ښاري اصولو او په بازارونو کې د توکو له حفظ الصحې څخه څارنه، د کابل ښاروالۍ یو له هغه فعالیتونو څخه شمېرل کېږي  چې، د خلکو له ملاتړ او رضایت سره مخ شوی دی