د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پُل خشتي او سپاهي ګمنام چوک ترمنځ ترځمکې لاندې مارکېټ د جوړولو چارې ۸۰ سلنه کاري پرمختګ لري

3 عقرب 1403

13351.jpg (1820 × 1024)

د ښار د اقتصادي او معیاري ودې په موخه، د کابل ښاروالۍ له لوري او د خصوصي سکتور په مرسته، د لومړۍ ناحیې اړوند له پُل خشتي څخه تر سپاهي ګمنام چوک پورې تر ځمکې لاندې یوه سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې چې څه موده وړاندې پیل شوې وې؛ ۸۰ سلنه مخته تللې دي. دغه مارکېټ چې په (۷۲۸۰) متر مربع مساحت سره په یوه پوړ کې د جوړېدو په حال کې دی، ټاکل شوې ده تر راتلونکې یوې نیمې میاشتې پورې یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. په یاد مارکېټ کې (۳۶۰) هټۍ، د وتلو او ننوتلو (۶) دروازې، تشنابونه، ښاري او لمریزه برښنا، د اور وژنې او خوندیتوب سیستمونه او برښنايي زینې په پام کې نیول شوې دي چې، د یادې سیمې د بازار د تنظیم سربېره به ترې ډیره ګټه پورته کړل شي. د يادونې وړ ده، چې کابل ښاروالۍ په ښاري سيمو کې د اقتصادي ودې او له کورني خصوصي سکټور څخه د ملاتړ په موخه، ورته نورې پروژې طرحه او پلې کوي او اوس مهال د ښار په بېلابېلو سيمو کې د ګڼو سوداګريزو مارکېټونو د جوړولو چارې روانې دي