د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 66.60 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.960 افغانی
1 کلدار 237.50 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د دویمې ناحیې اړوند سیمو کې تنظیفي حشر ترسره شو

13355.jpg (1820 × 1024)

د ښار د پاکوالي په موخه، د دویمې ناحیې د مسئولینو، اوسېدونکو، ګذر وکیلانو او ځوانانو شوراګانو د استازو په ګډون ددې ناحیې اړوند ځینو سیمو کې تنظیفي حشر ترسره شو چې، په پایله کې تیت شوي کثافات راټول او له ښار څخه د باندې ولېږدول شول. د دویمې ناحیې مرستیال مولوي عبدالرحیم د دې حشر له ګډونوالو مننه وکړه او ویې ویل: د ښار پاکوالی او نظافت یوازې د کابل ښاروالۍ مسئولیت نه دی بلکې، دا کار په ټولو ښاریانو پورې اړه لري او په دې برخه کې باید د کابل ښاروالۍ له نارنجي اغوستونکو سره مرسته وکړو. ورته مهال د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین د یادې ناحیې په پاکوالي او د ښاري نظم په رامنځته کولو کې د ځوانانو رول مهم وباله او ویې ویل: د ښاریانو له همکارۍ پرته ناشونې ده چې، له کثافاتو پاک ښار ولرو. دغه راز د حشر ګډونوالو وویل: د پیاوړې روحیې په درلودلو سره د ښار د پاکوالي په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته کوي، ځکه دا د دوی دیني او ملي دنده ده