د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 67.80 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 242 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پنځلسمې ناحیې د مسئولینو او ښاریانو ترمنځ مشورتي ناسته ترسره شوه

7 عقرب 1403

13382.jpg (1820 × 1024)

د ښاري او سیمه ییزو ستونزو د پېژندلو او د هغو د حل په موخه، د پنځلسمې ناحیې د مسئولینو، د ملي پراختیا ادارې، کورنیو چارو وزارت، استخباراتوریاست، پوهنې وزارت، برښنا او اوبو رسولو شرکتوتو او د سیمې د اوسېدونکو د استازو په ګډون مشورتي ناسته ترسره شوه. په دې ناسته کې د پنځلسمې ناحیې رئیس انجنیر عبیدالله شیرزاد وویل: اوس تر بل هر وخت د خلکو په منځ کې د خدمت کولو  پیاوړې اراده موجوده ده او د ښاریانو ستونزو ته په وخت رسېدنه کیږي. نوموړي د یادې ناحیې اوسېدونکو سره یو ځل بیا د خدمت کولو ژمنه تازه کړه او زیاته یې کړه چې، د شته امکاناتو او سرچینو په پام کې نیولو سره به د یادې ناحیې په کچه د شته ستونزو د حل په موخه، هلې ځلې وکړي او د سیمې له اوسېدونکو یې غوښتنه وکړه ترڅو د ښار پاکوالي، د ښاري محصول ورکولو، ښاري نظم او د ښاري مدیریت  او په نورو برخو کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. د نوموړي په وینا؛ د ښاري خدمتونو محصول چې، له ښاریانو څخه راټولیږي، د ښاري تاسیساتو د جوړولو او بیارغونې په برخه کې بېرته مصرفیږي. ورپسې د غونډې ګډونوالو هر یو په خپل وار خبرې وکړې او ټولو په دې ټینګار وکړ چې، هر یو باید خپل ښاري مسئولیتونه په سمه توګه ادا کړي ترڅو له یوې خوا د ښار په بڼه کې مثبت بدلون رامنځته شي او بل خوا به سوکاله او هوسا ژوند تجربه کړي. دغه راز په یاده ناسته کې مسئولینو او ښاریانو د غوره خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د همغږۍ په اړه خپل وړاندیزونه او نظرونه شریک کړل چې، په ښاري مدیریت کې به ترینه ګټه واخیستل شي