د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 66.60 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.960 افغانی
1 کلدار 237.50 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاریانو ته ښه زیری

8 عقرب 1403

13386.jpg (1820 × 1024)

*د پغمان د پخواني سړک د جوړولو او پراختیا پلان به ډېر ژر پلی شي! کابل ښاروالۍ هوډ لري، چې د کابل ښار د ترافیکي او ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا په موخه، د څوارلسمې ناحیې اړوند د پغمان د پخواني سړک د جوړولو او پراختیا پلان چې، له قرغې بند څخه تر طاق ظفر پورې (۹) کیلومتره اوږدوالي او (۱۲) متره سور لري، پلی کړي.  له همدې امله د دغه سړک  په اوږدو کې میشتو اوسیدونکو ته خبر ورکول کیږي چې، ژر تر ژره دې د خپلو سندونو د اداري پړاوونو د تر سره کولو په موخه کابل ښاروالۍ ته ورشي او د یاد سړک جوړولو پر وړاندې دې د خنډونو په لرې کولو کې له دې ادارې سره مرسته وکړي. د کابل ښاروالۍ د استملاک رئيس انجنير عبدالمتين حنيف په دې اړه وويل: د دغه سړک په اوږدو کې (٢٠٠) ملکیتونه استملاک شوي چې مالکانو ته به يې د استملاک قانون له مخې بدیل حقوق ورکړل شي. نوموړي زیاته کړه، د دغه سړک جوړېدل د څوارلسمې ناحیې د اوسېدونکو لپاره د آسانتیاوو د برابرولو ترڅنګ، هغو هېوادوالو ته چې، د پغمان تفریحي سیمې ته راځي، ځانګړی اهمیت لري. کابل ښاروالۍ په پام کې لري چې، د پغمان پر پخواني سړک د ترافیکي ګڼې ګوڼې د کمښت، د ښاریانو د وخت ضایع کېدو او د زړه بوږنوونکو ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه، ډېر ژر د دغه سړک د جوړولو چارې پیل کړي