د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68.5 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په درېیمه ناحیه کې تنظیفي حشر ترسره شو

13396.jpg (1820 × 1024)

د ښار د پاکوالي او د ښاري کلتور دودولو په موخه، د درېیمې ناحیې د مسئولینو او ښاریانو په ګډون د دې ناحیې اړوند ځینو سیمو کې تنظیفي حشر ترسره شو. د درېیمې ناحیې مرستیال مفتي اخترمحمد عثماني د حشر له ګډونوالو مننه وکړه او ویې ویل: د ښار پاکوالی او نظافت د ټولو ښاریانو ملي او دیني دنده ده چې، هېڅ وخت یې باید هېره نه کړو. نوموړي زیاته کړه چې، مخکې هم د یادې ناحیې اوسېدونکو په ښاري او ټولنیزو برخو کې خپل مسئولیتونه په ښه توګه ادا کړي دي او په راتلونکې کې به هم له کابل ښاروالۍ سره مرسته کوي. ورته مهال د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین وویل: د ښار پاک ساتل زموږ ټولو ګډ مسئولیت دی او د حشر له ګډونوالو یې غوښتنه وکړه چې، د پاک او ښایسته کابل ښار درلودلو په برخه کې د کابل ښاروالۍ له کارکوونکو سره مرسته وکړي، ځکه نظافت د ایمان برخه ده او پر بنسټ یې په ښاري ژوند کې سوکالي او هوساینه رامنځته کېږي. دغه راز په دې حشر کې ګډون کوونکو هر یوه د کابل ښاروالۍ له پلانونو خپل ملاتړ اعلان کړ او ژمنه یې وکړه چې، د یادې ناحیې د اړوند سیمو د پاک ساتلو په برخه کې به د درېیمې ناحیې له مسئولینو سره مرسته کوي