الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د دوه ویشتمې ناحیې په کچه بند کانالونه او لښتي له کثافاتو او خاورو پاک شول

13414.jpg (1820 × 1024)

د ځمکې د سطحي اوبو د مدیریت په موخه د دوه ویشتمې ناحیې اړوند د کمري، سیدجماالدین افغان ښارګوټي او نورو سیمو بند کانالونه او لښتي له کثافاتو او خاورو پاک شول. د دوه ویشتمې ناحیې سرپرست مولوي محمود وویل: د یادو کانالونو او لښتیو د بندېدو اصلي لامل د یو شمېر ښاریانو بې پروايي او پکې د کثافاتو اچول دي. نوموړي د یادو سیمو له اوسېدونکو غوښتنه وکړه چې، د لښتیو او کانالونو پاک ساتلو ته پام وکړي ترڅو د اورښتونو پر مهال سړکونو ته د اوبو راختلو شاهدان و نه اوسو. ورته مهال د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست د کانالونو آمر انجنیر احمد نوید شېرزاد وویل: پنځه د کثافاتو لېږدولو وسایط، یو سکواټور، او ۱۸۰ د تنظیف ریاست پرسونل دوه اونۍ د دوه ویشتمې ناحیې په کچه د بندو کانالونو او لښتیو د پاکولو په چارو بوخت وو چې، په پایله کې یې د څه باندې ۷ کیلو مترو په اوږدوالي او د ۵ مترو په سور سره د کمري سیمې کانال له کثافاتو پاک شو او له یاد کانال څخه ۷۰۰۰ متر مکعب کثافات، خاورې، خټې او نور اضافي توکي ځانګړي ځای ته ولېږدول شول.