د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68.8 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د ښار په بېلابېلو سیمو کې د سړک جوړولو له پروژو څخه لیدنه وکړه

12 عقرب 1403

13427.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید، له بګرامیو څخه تر ستانکزي بلاکونو او پر دوام یې تر بیني حصار، له بت خاک څلورلارې څخه د حلقوي سړک تر اوږدو، له مکرویانو څلورلارې څخه تر تنګي غاړو پورې د سړک جوړولو له لومړۍ برخې، د هوايي ډګر له څلورلارې تر ګمرک سیمې او د شیر پور سړک جوړونې له پروژو څخه لیدنه وکړه او د کار پر کیفیت او چټکتیا یې ټینګار وکړ. نوموړي په ښه کیفیت د یادو پروژو ترسره کول، د کابل ښاروالۍ لومړیتوب وباله او ډاډ یې څرګند کړ چې، تر کار لاندې پروژې به په ښه کیفیت او ټاکلي وخت بشپړې او ورسره جوخت به په ښار کې د ګڼه ګوڼې ستونزې ته د پای ټکی کېښودل شي. کابل ښاروال د یادې ادارې تخنیکي او فني مسئولینو ته سپارښتنه وکړه چې، د پروژو د پلي کېدو له بېلابېلو پړاونو څخه دې څارنې ترسره کړي ترڅو یادې پروژې په ښه کیفیت او معیاري توګه پلې شي. دغه راز کابل ښاروال قراردادي شرکتونو ته په ټینګار سره وویل چې، د سړک جوړونې پروژې دې د ډیزاین، تخنیکي سندونو او د قرارداد د مادو  مطابق  په صداقت او ایماندارۍ ترسره کړي ترڅو د بیت المال شتمنۍ له بې ځایه لګښت څخه مخنیوی وشي