د درېیمې ناحیې اړوند له دهمزنګ څخه تر کوټه سنګي( میرویس میدان) پورې د سړک قیر چارې په دوه کاري وختونو ( شپه او ورځ) کې روانې دي او ټاکل شوې ده د ژمي موسم تر را رسېدو وړاندې بشپړې شي. دغه سړک ۳۲۲۶ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري چې، د غازي لېسې له مخې څخه د دهبوري څلورلارې پر لور یې قیر چارې پیل شوې او ورته مهال یې له دهبوري څلورلارې څخه د میرویس میدان او د غازي لېسې له مخې څخه د دهمزنګ څلورلارې په لور د پاتې برخو د جوړولو او د برښنا شبکو د لېږد کار روان دی، ترڅو هغه هم قیر کولو ته چمتو شي
له دهمزنګ څخه تر کوټه سنګي پورې د سړک قیر چارې په چټکۍ سره روانې دي
14 عقرب 1403