الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د وچې میوې د سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې ۹۰ سلنه پرمخ تللې دي

14 عقرب 1403

13444.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري او د خصوصي سکټور په مرسته، د لومړۍ ناحیې اړوند په سینما بهزاد سیمه کې د وچې میوې د مارکېت جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې پیل شوې وې، (۹۰) سلنه مخته تللې دي او ټاکل شوې ده تر راتلونکې یوې میاشتې پورې بشپړې شي. دغه مارکېټ د اقتصادي ودې او د ښاري نظم د تنظیم په موخه، په ۵۲۹۰ متر مربع مساحت سره د تکهوۍ په ګډون په دوو پوړونو او پنځو بلاکونو کې جوړېږي چې، په هغه کې (۱۹۰) هټۍ، د (۱۰۰) موټرو لپاره پارکېنګ، یوه عمومي او دوه فرعي دروازې، د ښاري او لمریزې برښنا، د اور وژنې سیسټم، جومات، تشنابونه او نورې آسانتیاوې هم په پام کې نیول شوې دي