د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پروژو د کار له څرنګوالي څخه څارنه وشوه

15 عقرب 1403

13455.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید له ذاکرین ښارګوټي څخه تر قرغې سړک پورې د نوي سړک، د بادام باغ سړک، د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې، له امید سبز ښارګوټي څخه تر عرفاني سړک، له پُل سوخته څخه د پُل سرخ په لور د سړک، د مکروریانو له څلورلارې څخه تر تنګي غارو پورې د سړک له لومړۍ برخې او د نودیک فامیلیو په سیمه کې د ځمکې د ښاري بیا پراختیا پروژې له لومړۍ برخې څارنه وکړه او قراردادي شرکتونو ته د اړینو سپارښتنو سربېره، په یو شمېر پروژو کې د بې کیفیته کار مخه ونیول شوه. کابل ښاروال قرادادي شرکتونو ته په ټینګار سره وویل چې، د پروژو په کار کې سرغړونې ښاریانو او د کابل ښاروالۍ مشرتابه ته د منلو وړ نه دي او په جدي توګه تعقیب او څارل کیږي؛ د پروژو  په چارو کې د سرغړونې په صورت کې هغه برخه چې، بې کیفیته جوړه شوې وي بېرته ویجاړېږي او د بیا ځلي سرغړونې په صورت کې به کابل ښاروالۍ له قراردادي شرکت سره خپل قرارداد فسخ کړي. ورته مهال کابل ښاروال د کیفیت په پام کې نیولو سره د پروژو د کار پر چټکتیا ټینګار وکړ او مسئولینو ته یې په دې برخه کې لارښونې وکړې چې، پر بنسټ به یې د پروژو چارې چټکې او د ګڼه ګوڼې ستونزې به هوارې شي.