د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.12 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د مکروریانو له څلورلارې څخه تر تنګي غارو پورې د سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې د شپې لخوا تنظیم شوې

16 عقرب 1403

13456.jpg (1820 × 1024)

ښاریانو ته د آسانتیاوو رامنځته کولو او د کار د چټکتیا په موخه، د مکروریانو له څلورلارې څخه تر تنګي غارو پورې د سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې په دوه کاري شفتونو ( شپه او ورځ) کې پر مخ ځي. کابل ښاروالۍ له قراردادي شرکتونو سره په دې برخه کې همغږي کړې ده ترڅو د امکان تر حده د سړک جوړونې د دې لویې پروژې چارې په معیاري توګه او چټکتیا ترسره او په قرارداد کې تر ټاکل شوې نیټې، راتلونکو (۱۲) میاشتو څخه وړاندې بشپړې شي. دغه سړک چې (۹۳۹۷) متره اوږدوالی او (۶۰) متره سور لري، اوس مهال یې د کیندنو، خاورې لېږدولو، هوارولو او د لښتیو جوړولو چارې روانې دي. یاد سړک چې د کابل ښار د ختیځ زون له اقتصادي دهلیزونو شمېرل کیږي، د پلو لارو، لښتیو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو کرښو، تم ځایونو، د څراغونو نصبولو او د یوه معیاري سړک د نورو برخو جوړول هم پکې شامل دي، او ددې پروژې له بېلابېلو پړاوونو څخه تخنیکي او فني څارنې ترسره کیږي. د یادونې وړ ده چې، د یاد سړک لومړۍ برخه، د مکروریانو له څلورلارې څخه تر پکتیاکوټ پورې رسېږي، او ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې یې له پکتیا کوټ څخه د تنګي غارو په لور د دویمې برخې د جوړولو چارې هم پیل شي