د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.12 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د افغانستان د روان پوهانو بنسټ له خوا وستايل شو

16 عقرب 1403

13458.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید، د ارزښتناکو چوپړتیاوو د وړاندې کولو له امله، د افغانستان د روان پوهانو بنسټ له خوا وستایل شو. په هغه ستاینغونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه، د یاد بنسټ رئیس ډاکټر عزیزالدین همت او ځینو غړو د کابل ښاروالۍ د مشرتابه له لوري د ترسره شویو کړنو او فعالیتونو د ستایلو سربېره، خپل نظرونه او وړاندیزونه له کابل ښاروال سره شریک کړل. ورته مهال کابل ښاروال دوی ته د کابل ښاروالۍ د یو شمېر پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: د ښار په کچه د لسګونو ودانیزو پروژو د پلي کېدو چارې روانې دي او دغه لړۍد پراختیا په حال کې ده. نوموړي ځان د کابل ښاریانو خدمتګار وباله او زیاته یې کړه: د خلکو ملاتړ او هڅونه موږ ته لا پیاوړتیا رابښي ترڅو د ښار د تلپاتې آبادۍ او پرمختګ په برخه کې ستر ګامونه پورته کړو. کابل ښاروال وړاندې وویل: د خلکو او ټولو ښاریانو پر ځای غوښتونو ته لومړیتوب ورکوي او په دې برخه کې به له ټولو شته امکانانو او سرچینو څخه ګټه پورته کوي. دغه راز کابل ښاروال د افغانستان د روان پوهانو بنسټ له غړو سره ژمنه وکړه چې، د ښاري ښکلا د برنامو د پراختیا، په ځانګړې توګه د څلورلارو روښانه کولو چې د ښاریانو په رواني لید کې اغېزمن تمامېږي او همدارنګه د زرغونو سیمو د پراختیا او د لا غوره ښاري نظم رامنځته کولو په برخه کې به لا غښتلي او اغیزناک ګامونه واخیستل شي