د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68.5 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ رهبري د سړک جوړونې د پروژو سرعت او غوره کیفیت ته جدي پاملرنه لري

17 عقرب 1403

13472.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د خپل کاري وخت یوه برخه د سړک جوړونې او له نورو ټولګټو پروژو څخه لیدنې او څارنې ته ځانګړې کړې ده او تل يې د کار پر کیفیت او چټکتیا ټینګار کړی دی. د دې څارنو په لړ کې يې تېره ورځ له مازدیګر څخه د شپې تر ناوخته پورې د هوايي ډګر له څلولارې بیا تر ګمرک سیمې، د مکروریانو له څلورلارې څخه تر تنګي غارو پورې او له دهمزنګ څخه تر کوټه سنګي( میرویس میدان) پورې د سړک جوړونې له پروژو څخه څارنه وکړه او هغه کارکوونکي چې، د پروژو په چارو کې یې وړتیا ښودلې وه تشویق شول او هغوی چې په دې برخه کې یې غفلت او بې پروايي کړې وه، اړینې سپارښتنې ورته وشوې. کابل ښاروال ټینګار وکړ چې، بې کیفیته کار ورته د منلو وړ نه دی او د ټولګټو پروژو په ترسره کولو کې د بیا ځلي سرغړونو په صورت کې به سرغړونکي له قانوني چلند سره مخ شي. اوس مهال د ښار په کچه د سړک جوړونې لسګونه پروژې د پلي کېدو په حال کې دي چې، له بېلابېلو پړاونو څخه یې کابل ښاروالې رهبري په دوامداره توګه څارنه کوي.