د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.12 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د بېلابېلو ناحیو په بازارونو کې د نرخنامې د تطبیق له څرنګوالي څارنه وشوه

19 عقرب 1403

13482.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظیم ریاست له لوري د څلورمې او یوولسمې ناحیې اړوند د تایمني پروژې او د هوايي ډګر سړک سیمو په بازارونو کې د لومړنیو توکو د نرخونو د کنترول او له احتکار څخه د مخنیوي په موخه څارنه وشوه. د کابل ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظیم رئیس مولوي مدثر محمد یونس وویل چې، په هټیو، لویو پلورنځیو، د وچې میوې په پلورنځیو، قصابیو او د تیلو په ټانګونو کې نرخونه وڅارل شول او سرغړونکو ته د اړینو سپارښتنو سربېره، ټینګار وشو ترڅو انصاف په پام کې ونیسي او خپل توکي د کابل ښاروالۍ د نرخنامې مطابق وپلوري.  نوموړي زیاته کړه چې، پلورونکي باید خپل توکي د ټاکل شوې نرخنامې له مخې وپلوري او د بیاځلي سرغړونې په صورت کې به له قانوني چلند سره مخ شي. د مارکېټونو د تنیظم رئیس غوښتنه وکړه چې، ټول ښاریان باید له نرخنامې څخه د ګټې اخیستنې کلتور په دودولو کې د کابل ښاروالۍ له مسئولینو سره مرسته وکړي. د یادونې وړ ده چې، مخکې ټولو اصنافو ته سپارښتنه شوې ترڅو نرخنامه د خپلو پېرودونکو د لید وړ ځای کې وځړوي او د هغه له مخې دې خپل توکي وپلوري