الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په څلورمه ناحیه کې تنظیفي حشر ترسره شو

13484.jpg (1820 × 1024)

د څلورمې ناحيې د مسئولينو او ښاريانو له خوا د ګډ تنظیفي حشر په ترڅ کې د دې ناحیې له بېلابېلو سيمو څخه یوه اندازه کثافات راټول او له ښار څخه بهر ولېږدول شول. د څلورمې ناحيې مرستيال سيد احمدشاه افضلي د ښار پاکوالى د ټولو ښاریانو ديني او ملي دنده وبلله او هيله يې څرګنده کړه، چې د دې ناحيې اوسېدونکي به د خپلو ملکیتونو  دمخې په پاکولو کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. دغه راز د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي رياست دعامه پوهاوي آمر محمد ياسين امين هم د ښاري فرهنګ له اړخه د ګډ کار د ترسره کولو پر اهمیت خبرې وکړې او ويې ويل: د مسئولينو او ښاريانو ترمنځ د همکارۍ د پياوړې روحيې شتون، زموږ د ملي او لرغونو دودونو څرګندویي کوي چې، یو یې د ښاریانو د استوګنې ځایونو پاک ساتلو ته پاملرنه ده. همدا رنګه د دې تنظیفي حشر ګډونوالو ژمنه وکړه چې، هر یو به له کابل ښاروالۍ سره د ښار د آبادۍ او پاکوالي په برخه کې مرسته کوي