د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68.8 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د یو شمېر ټولګټو پروژو له چارو څخه لیدنه وکړه

19 عقرب 1403

13492.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د هنګرها څلورلارې او قصبې ترمنځ د نوي سړک په اوږدو کې د وزیر آباد کانال د پاسه د دوه پلونو او د شیر پور سړک دجوړولو او پراختیا له لومړنیو چارو لیدنه وکړه او د کار د کیفیت او چټکتیا په موخه یې مسئولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې. له هنګرها څلورلارې څخه تر قصبې پورې سړک چې، (۱۸۹۰) متره اوږدوالی او (۴۵ )متره سور لري، تر اوسه یې (۸۰) سلنه چارې مخته تللې دي. دغه راز د دې سړک په اوږدو کې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د وزیر آباد کانال د پاسه د (۱۲.۸) مترو په اوږدوالي او (۱۲.۸) مترو په سور سره د موټرو د تګ راتګ د دوو پلونو د جوړولو چارې هم روانې دي چې،د نږدې دوو میاشتو په موده کې به بشپړې شي. د دغه سړک او دوو پلونو په جوړېدو سره به د ترافیکي بهیر پر وړاندې شته ستونزې هوارې او ښاریانو ته به د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته شي. په همدې توګه د شیرپور سړک چې، (۶۴۶) متره اوږدوالی او (۲۰) متره سور لري، اوس مهال یې دجوړولو او پراختیا په موخه، د خنډونو  پاکولو، کیندنو او خاورې لېږدولو چارې روانې دي