د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د نرخونو د کنترول او له احتکار څخه د مخنیوي کمیسیون غونډه ترسره شوه

23 عقرب 1403

13519.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د مسئولینو، د سوداګرۍ، مالیې، عدلیې او کورنیو چارو وزارتونو، د استخباراتو ریاست، د افغانستان بانک، د سوداګرۍ او پانګې اچونې خونې، د نفت او ګاز شرکت، د ستندرد ملي ادارې او د اصنافو د استازو په ګډون د نرخونو د کنترول او له احتکار څخه د مخنیوي کمیسیون له لوري د (۴۰) مې ګڼې نرخنامې د جوړولو په اړه غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د کابل په بازارونو کې د خوراکي توکو د بیو د کنترول او را ټېټولو، د لومړنیو خوراکي توکو د بیو لوړېدو په برخه کې د یوې کړنلارې جوړولو، له ګاونډیو هېوادونو څخه د وارداتو د څرنګوالي او د اسعارو د بیو د بدلون په اړه بحث او خبرې وشوې. دغه کمیسیون له ټولو پلورونکو او سوداګرو څخه غوښتنه کوي چې، د لومړنیو خوراکي توکو د وړاندې کولو په وخت انصاف په پام کې ونیسي؛ ځکه په دې برخه کې محدودیتونه له منځه تللي دي او د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو بیه هم لوړه شوې ده.  د نرخونو د کنترول او له احتکار څخه د مخنیوي کمیسیون د لومړنیو خوراکي توکو د بیو د کنترول په برخه کې خپلې کړنې جدي کوي ترڅو ښاریان وکولای شي په مناسب قیمت خپل د اړتیا وړ لومړني خوراکي توکي له بازارونو څخه ترلاسه کړي