الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ له لوري (د کابل نوی انځور) تر نامه لاندې نندارتون پرانیستل شو

23 عقرب 1403

13521.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري په تېرو شاوخوا (۳) کلونو کې د سړک جوړونې دیو شمېر بشپړو شویو پروژو په اړه ( د کابل نوی انځور) تر نامه لاندې نندارتون د کابل ښاروالۍ د مشرتابه پلاوي، د امارتي ادارو  د لوړپوړو چارواکو او د مرستندویه مؤسسو د استازو په ګډون په زرنګار پارک کې رسماًپرانیستل شو. د دې نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: کابل ښاروالۍ د یوې مسئولې او د ښاري چوپړتیاوو وړاندې کوونکې ادارې په توګه د ښاري خدمتونو د وړاندې کولو او د ښاریانو د ستونزو د حل په برخه کې ګټور فعالیتونه ترسره کړي دي چې له نېکه مرغه د ا.ا.ا له بریا وروسته تر اوسه سلګونه زیربنايي او ټولګټې پروژې چې، ډېری برخه یې د سړک جوړونې پروژې تشکیلوي بشپړې شوې دي او نن د انځور له لارې نندارې ته وړاندې شوې دي. نوموړي زیاته کړه: سړکونه د ښار د اقتصادې او تلپاتې ودې، ترافیکي او ترانسپورتي زیربناوو ته د لاس رسي د ګڼه ګوڼې د کمښت او سالم چاپېریال ته د لاس رسي په برخه کې ځانګړی ارزښت لري. ور پسې د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر حاجي خلیل الرحمن حقاني، د ازموینو ملي ادارې عمومي رئیس شیخ عبدالباقي حقاني او د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکتر فاروق اعظم او یو شمېر نورو ګډونوالو خبرې وکړې او د ښاري خدمتونو وړاندې کولو او د سړکونو جوړولو په برخه کې یې د کابل ښاروالۍ فعالیتونه وستایل، او له ښاریانو او ادارو غوښتنه يې وکړه چې، له کابل ښاروالۍ سره د ښاري پلانونو د پلي کولو په برخه کې همکار و اوسي. دا نندارتون چې د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه ریاست لوري په کې د سړک جوړونې د ۱۲۰ پروژو انځورونه نندارې ته وړاندې شوي دي تر راتلونکو دوه ورځو پورې به دوام ومومي او ټول ښاریان کولای شي له دې نندارتون څخه لیدنه وکړي.