د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68.5 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروال د یو شمېر پروژو د چارو له کیفیت او سرعت څخه څارنه وکړه

26 عقرب 1403

13534.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په داسې حال کې چې، د ودانیزو چارو مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر او د کلتوري او ټولنیزو چارو مرستیال حاجي محمد نبي عثماني یې ملتیا کوله، د کابل شمال- لوېدیځ نښلوونکي سړک، له قمبر څلورلارې څخه تر قرغې پورې د سړک، د پډولې له سړک، د کابل د منډوي سړکونو او د پُل خشتي جومات مخې ته تر ځمکې لاندې مارکېټ د جوړېدو له چارو څارنه وکړه او د کار د کیفیت او چټکتیا په اړه یې مسئولینو ته اړینې سپارښتنې وکړې. کابل ښاروال د پروژو د چارو د ښه والي په اړه خپل نظرونه شریک کړل او ټینګار یې وکړ چې، قراردادي شرکتونه مکلف دي ترڅو د پروژو چارې د طرحه شوي ډیزاین او تخنیکي سندونو له مخې په معیاري توګه په ټاکلي وخت بشپړې کړي. د کابل ښاروال په وینا؛ د پروژو د کاري ساعتونو زیاتول د پروژو په پلي کولو کې ګټور تمامیږي خو په دې شرط چې د ساعتونو ډیروالی د کار د کیفیت د ټیټوالي لامل نشي. نوموړي مسئولینو ته سپارښتنه وکړه ترڅو د پروژو د پلي کېدو پرمهال د خوندیتوب له وسایلو ګټه پورته کړي او ودانیز توکي باید مخکې له کارولو په لابراتوار کې و آزمویل شي. اوس مهال د ښار په بېلابېلو سیمو کې د سړکونو او سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو چارې روانې دي چې، د کابل ښاروالۍ مشرتابه په ځانګړي توګه کابل ښاروال یې له بېلابېلو پړاونو څخه څارنه کوي ترڅو له یوې خوا د ښاریانو د غوښتې له مخې د کابل ښار آبادۍ ته زمینه برابره او له بل لوري به د ملي شتمنۍ له بې ځایه لګښت څخه مخنیوی وشي