د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68.5 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د هوايي ډګر ختیځ خوا ته د کانال جوړولو چارې ۷۰ سلنه مخته تللې دي

27 عقرب 1403

13554.jpg (1820 × 1024)

د نهمې او پنځلسمې ناحیو اړوند د هوايي ډګر ختیځ خواته د سطحي اوبو لېږدولو لوی کانال د جوړولو چارې ۷۰ سلنه مخته تللې دي او ټاکل شوې ده تر راتلونکې یوې نیمې میاشتې پورې بشپړې شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه کانال چې، د هوايي ډګر د جنوبي سیمو سطحي اوبه، په شمالي برخه کې د وزیر آباد کانال ته لېږدوي، (۳۵۲۰) متره اوږدوالی، له (۲.۲ )څخه تر (۲.۴) مترو پورې سور او له (۱.۸) څخه تر (۲.۲) مترو پورې ژوروالی لري، تر اوسه یې (۲.۴) کیلو متره برخه جوړه شوې ده. د دې کانال په جوړېدو سره به له یوې خوا په یادو سيمو کې د اوبو د ډیرښت ستونزې په بشپړه توګه هوارې او بله خوا به د سړکونو له ژر ویجاړېدو څخه په بنسټيزه توګه مخنيوى وشي