د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پنځمې ناحیې اړوند سیمو کې تنظیفي حشر ترسره شو

13556.jpg (1820 × 1024)

د پنځمې ناحیې د مسئولینو او ګڼ شمېر ښاریانو په ګډون د یادې ناحیې په بېلابېلو سیمو کې تنظیفي حشر ترسره شو چې، په پایله کې یې یوه اندازه کثافات راټول او له ښار څخه د باندې ولېږدول شول. د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین د ښار پاکوالی د ټولو ښاریانو ملي او دیني دنده وبلله او د حشر له ګډونوالو یې وغوښتل چې، د خپلو کورونو مخې ته د سیمو په پاک ساتلو سره د کابل ښاروالۍ ملتیا وکړي. دغه راز د پنځمې ناحیې د ښاري خدمتونو آمر قاري حکمت الله حقمل د سیمې اوسېدونکي دګډو کارونو  ترسره کولو ته وهڅول او ویې ویل: اړتیا ده چې، د ښار د پاکوالي په برخه کې ټول پیاوړې روحیه ولرو او د خپلو کوڅو او لښتیو پاک ساتلو ته پام وکړو. ورته مهال د پنځمې ناحیې د ځوانانو  شورا غړو او د تنظیفي خدمتونو د شرکتونو مسئولینو له کابل ښاروالۍ سره د همکارۍ ژمنه وکړه او ویې ویل: د ښار پاکوالی یوازې د کابل ښاروالۍ د نارنجي اغوستونکو مسئولیت نه دی، بلکې په دې برخه کې موږ ټول مسئولیت لرو