د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68.8 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د تایمني په څلورلارې کې د ښکلا سمبول د جوړولو چارې بشپړې او نندارې ته وړاندې شو

13558.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د ښاري ښکلا د برنامو په لړ کې، د څلورمې ناحیې اړوند د تایمني څلورلارې د ښکلا سمبول چې د کابل ښاروالۍ له خوا او د (دنیای عطریات) شرکت په مرسته جوړ شوی دی،د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو د مرستیال حاجي محمد نبي عثماني له خوا په داسې حال کې چې ګڼ شمېر نورو مسؤلینو يې ملتیا کوله رسماً نندارې ته وړاندې شو. ښاغلي عثماني د خپلو خبرو په ترڅ کې له هغو سوداګرو او پانګوالو څخه چې، د ښاري ښکلا په برنامو کې يې فعاله ونډه اخيستې ده مننه وکړه او ويې ويل: د کابل ښاروالۍ د ښاري ښکلا د برنامو په پلي کولو سره به له یوې خوا د ښار په څېره کې لا زيات مثبت بدلون رامنځته کړو او بله خوا به د ښاریانو په رواني لید کې ګټور تمام شي. ورته مهال د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئيس قاري ولي ګل جواد په دې اړه وويل: په دې څلورلارې کې د طرحه شوي ډيزاين مطابق د کلاسيکې او عصري معمارۍ له مخې، د (۱۴) مترو په لوړوالي سره د ښکلا يو سمبول چې، د علم او پوهې د معنوي ارزښت څرګندونه کوي، د کورنيو توليداتو په کارولو سره چې، د ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول، د اوبو فوارې او د اوبو  یوه څاه هم پکې شامل دي، د څه باندې(۳) ميليونه افغانيو په لګښت د شپږو مياشتو په موده کې د (دنیای عطریات) شرکت په مالي مرسته په معياري او اساسي ډول جوړ شوی دی.  نوموړي زیاته کړه، د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو ریاست په پام کې لري چې، د تاریخي ارزښتونو او د ښاري معیارونو پر بنسټ د ښاري ښکلا برنامې ته پراختیا ورکړي، ترڅو له یوې خوا د هېوادوالو د خوښۍ لامل وګرځي او له بلې خوا به د ښار بڼه نوره هم مثبت بدلون ومومي