د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د فروشګاه په سیمه کې د سوداګریز مارکیټ د جوړولو چارې ۷۰ سلنه مخته تللې دي

29 عقرب 1403

13566.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري او د خصوصي سکتور په مرسته، د دویمې ناحیې اړوند د فروشګاه په سیمه کې د یوه سوداګریز مارکیټ د جوړولو چارې چې په روان کال کې پیل شوې دي؛ تر اوسه (۷۰) سلنه مخته تللې دي او ټاکل شوې ده تر راتلونکو (۴) میاشتو پورې بشپړې شي. دغه مارکېټ د اقتصادي ودې په موخه، په (۱۶۴۳) متر مربع ځمکه کې د دوو تهکویو په لرلو سره په (۹) پوړونو کې د کابل ښاروالۍ د نقشې مطابق جوړېږي چې، دوه لاندني پوړونه یې د وسایطو د پارکینګ او پورتني پوړونه یې د (۶۷۰) هټیو لپاره ځانګړي شوي دي. دغه راز په دې سوداګریز مارکېټ کې د لمریزې او ښاري برښنا سربېره، د خوندیتوب مسایل، د اور وژني سیستم، جومات، د سپورټ او نندارتون لپاره ځانګړي ځایونه او د وتلو او ننوتلو دروازې هم په پام کې نیول شوي دي. د یادونې وړ ده چې، د کابل ښار د اقتصادي ودې په موخه، د کابل ښاروالۍ د نقشې مطابق د ښار په بېلابېلو سیمو کې د یو شمېر سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو چارې روانې دي چې، د ښاري ښکلا رامنځته کولو سربېره یې، ګڼ شمېر هېوادوالو ته کاري زمینه هم برابره کړې ده