د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د دیارلسمې ناحیې اړوند بازارونو څخه ۳۸۸۱ کیلو ګرامه بې کیفیته توکي او ۱۸۱ لوډسپیکرونه راټول شول

29 عقرب 1403

13568.jpg (1820 × 1024)

د ښاریانو د روغتیا خوندي ساتلو په موخه، د دیارلسمې ناحیې اړوند بازارونو څخه (۳۸۸۱)کیلو ګرامه بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکي چې د مصرف نېټه یې هم پای ته رسېدلې وه، او دغه راز (۱۸۱) لوډسپیکرونه چې، د غږیزې ککړتیا لامل ګرځېدلې وو راټول شول. د دیارلسمې ناحیې رئیس مولوي عبدالصمد عابد په دې اړه وویل: د یادې ناحیې په کچه له بازارونو څخه څارنې دوام لري او له ښاریانو یې وغوښتل چې، د خپلو اړتیا وړ توکو د پېرلو پرمهال د هغو نېټې او کیفیت ته پام وکړي. په همدې توګه له غږیزې ککړتیا څخه د مخنیوي په موخه، د یادې ناحیې د مسئولینو له خوا څارنې په جدي توګه روانې دي.  همدا شان ګرځنده پلورونکو ته په جدي توګه سپارښتنه کيږي چې د خپلو توکو د پلورلو پر مهال د لوډسپیکر له کارولو څخه په کلکه ډډه وکړي ترڅو د غږیزې ککړتیا لامل نشي